فرهنګ

دتهران دکتاب په نړيوال نندارتون کې دافغان خپرونکو پراخ ګډون

کابل باختردثور دمياشتې١٥ نيټه :

د کتاب نړيوال نندارتون د افغان خپرونکو په پراخ ګډون سره په تهران کې پرانستل شو.

په دغه نندارتون کې نږدي پنځلس تنه افغان ناشران  دنړۍ دنورو خپرونکو ترڅنګ خپل په سلګونو عنوانه کتابونه چې په سياسي ، ټولنيز، اقتصادي ،.فرهنګي ، ادبي، هنري ، علمي  اوتاريخي ننداري ته وړاندي کړي دي.

په تهران کې دافغانستان سفارت  فرهنګي اتشه  اسدالله اميري باختراژانس ته وويل  چې دافغان خپرونکو پراخ فعاليت له په پام کې نيولو او ددوى  په هلو ځلوسره ايران  سږکال  پراخه ساحه افغانستان ته  اوافغان خپرونکو ته په دغه نندارتون کې ځانګړى کړې ده .

 په تهران کې دافغانستان سفارت دفرهنګي اتشي دڅرگندونوله مخې په دغه نندارتون کې  له افغانستان څخه  په خپرونو برسيره  په ايران  کې هم يوشمير افغان ناشرانو خپلې کتابونه ننداري ته وړاندي کړي دي .

اميري په دغه نندارتون کې دافغان خپرونکو  دپراخ گډون له امله خوښي څرگنده کړه اوويې ويل  چې دى به هلې ځلې وکړي  چې په ايران کې په نورو نندارتونونوکې دزياتو افغان خپرونکو دګډون زمينه برابره  کړي .

 دتهران دکتاب نړيوال نندارتون دسه شنبې په ورځ دايران دجمهور رييس  محموداحمدي نژادپه وينا سره پرانستل شو.

دايران جمهور رييس په دغو مراسمو کې په دغه نندارتون کې دنړۍ دناشرانو دپراخ گډون له امله خوښي څرگنده کړه  اوهغه يې  دفرهنگونو دنږدي والي اودتمدنونو اوفرهنګونو دخبرو اترولپاره ښه لاره وبلله .

دتهران دکتاب په نړيوال نندارتون کې  دنړۍ داووه اويا هيوادونو له دې جملې څخه دافغانستان او ايران  نږدي څلورو زرو تنو ناشرانو له  دوه سوه اووه زره عنوانونو کتابونوسره  ګډون کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته