ترينکوټ باخترلړم د مياشتې ١٠ نيټه :
شپږ تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې له پوځيانو سره د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول.
جګړه نن سهار په دهراوود ولسوالۍکې د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان د وسله والو طالبانو له بريد وروسته ونښته .
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
دى وايي: په دغو بريدونوکې طالبانو ته د سر د زيان د اوښتو ترڅنګ له ټولو جنګي وسايلو سره يې د دغې ډلې څو سنګرونه هم ويجاړ شول .
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ