بغداد اسوشتدپرس باختر دوري دمياشتې ١٧ :
د عراق په پايتخت بغدادکې د يولړ تروريستي بريدونوله امله څه ناڅه نهه تنه ووژل شول او يوشمېر نورټپيان شول.
د اسوشتدس د خبري آژانس د خبرله مخې: د عراق پوليسو خبر ورکړ چې مرګاني بريدونه پرون مازيګر د بغداد په شمال کې په بمي چاودنو سره وشول چې له امله يې څلور تنه ملکي وګړي ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول.
دغه راز د پوليسو درې تنه ځواکونه دعراق د پايتخت په ختيځ د نوي بغداد په سيمه کې دپوليسو د پلټنې په پوستې د وسله والو کسانو په بريدکې ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
د را رسيدلي خبرله مخې: دوه تنه نور ملکي وګړي هم دبغدادپه جنوب لويديځ کې په يوه تجارتي سيمه کې د بم په چاودنه کې ووژل شول او يوولس تنه نورټپيان شول.
0 1 دقیقه لوستل