امنیت

احمد سعيدي تر ګواښ لا ندې دى

کابلباختر د وري ٢٠ مــــــــه

سياسي کار پوه احمدسعيدي وايي : د مشخصو کړيو له خوا ګواښل شوى دى او  دا کار ددې سبب شوى دى چې دى په کا بل کې خپل استو ګنځى بدل کړي

 احمد سعيدي چې د هيواد  په سياسي ټولنو او رسنيو کې دپا کستان په باب دنظر د خا وند په تو ګه پيژندل کيږي تل يې د افغا نستان  په وړا ندى ددغه هيواد د حکومت او استخباراتي کړيو پر کړو وړو نيوکى کړى او له حقيقتو نو څخه يې پرده پورته کړې ده

سعيدي تائيدوى چې مشخصو پاکستانى کړيو ده ته ګواښ کړى او ويلي يې دى چې له هيواد څخه ووځى .

سعيدي وا يي نه غواړي چې له هيواد څهه ووځى او له خپلو امنيتي ستونزو څخه يې اړوندو چارواکو ته خبر ورکړى دى ، خو کو مه پا ملرنه نه ده ورته شوى .

 د کورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقى دسعيدى په څرګندونو دبې خبري د ښښودلو په ترڅ کې د  باختر اژانس خبريال ته وويل:

پو ليس ځان د خلکو دسر اومال ساتونکى بو لى او په دې ژمنى ولاړ دى که چيري سعيدى له کومى ستونزې سره مخامخ وي اړوندي امنيتي حوزى ته دې ورشي چې په دى اړوند لا زمه همکاري وشي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته