امنیت

اوولس تنه ډار اچوونکي طالبان دبدخشان او دزابل په ولايتونوکې ووژل شول .

کابل باختر د ثور پنځمه :
يوولس  تنه تروريست  طالبان دبدخشان او زابل  په ولايتونوکې دملي اردو دځواکونو دعملياتو په بهير کې  ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ. يوولس تنه  تروريست  طالبان  چې دبدخشان ولايت دجرم  او دزابل ولايت  دميزان دولسواليو په مربوطاتو کې  په تروريستي فعاليتونو بوخت وو هوايي بريدونه پرې وشول او ووژل شول ، دوه تنه  نور  تروريست طالبان ټپيان او دطالبانو دمهماتو ډيپو هم ويجاړه شوې ده .
دغه راز شپږ تنه تروريست طالبان دملي اردو دځواکونو په هغو جلا عملياتو کې چې دزابل ولايت په ميزان ولسوالۍ کې  ترسره شول ووژل شول  او اته تنه تروريست طالبان ټپيان شول او ددښمن يوه اندازه وسله ، ددرندو وسلو مهمات او درې موټرسايکلونه ترلاسه شوي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته