نړۍ

په فليپين کې د توپان له امله د سر د زيان د شمېر زياتوالى

مانيلان ايرنا باختر دمرغومي دمياشتې ٤ نيټه :
د فليپين خلک چې د روان ميلادي کال په وروستيو ورځوکې په پرله پسې توګه  له زياتو خطرناکو توپان سره مقابله کړې ده؛ د شنبې له ورځې څخه د بل پراخ توپان شاهدان دي چې له امله يې تر اوسه پورې څه ناڅه ٢٠٠ تنه وژل شوي  او ١٦٠ تنه نور بېځايه شوي دي.
د ايرنا دخبرله مخې:
د فليپين  له طبيعي پيښو سره د مقابلې  مقاماتو او مرستندويو ځواکونو اعلام  وکړ چې ځمکې ښوئيدنې، سيلاوونو او توپان د دغه هېواد په جنوب کې زياتو ښاروزنو ته تاوان اړولى دى.
تر اوسه پورې  ميندانائو د سيمې څه ناڅه ٧٠ زره تنه اوسيدونکي له خپلو کورونو او مېنو څخه وتلو ته اړ شوي دي.
په دې سيمه کې چې سخت د توپان تراغيزې لاندې ده؛ بيړنى حالت اعلام شوى دى.
فليپين چې د آرام سمندر له پيښو څخه د ډکو هېوادونو په کمربندکې موقعيت لري او کال په کال  له څه ناڅه شلو توپانونو سره مخامخ کيږي.
دغه توپانونه د دغه هېواد په بېلابېلو برخوکې د سر د زياتو زيانونو په اړولو سربيره زيات تاوانونه هم رسوي.
د فليپين د وروستيو کلونو په يوه ډيره زيانمنه طبيعي پيښه کې په  ٢٠١٣ کال کې د هايان توپان د اتو زرو تنو د وژنې او دغه راز په دغه  هېواد کې د ٢٠٠ زرو تنو نورو د مهاجرت سبب شو .
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته