امنیت

د کندز پوليسو يو ځانمرګى بريدکوونکى ونيوه

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٤
د هيواد په شمال کې د کندز ولايت پوليسو نن غرمه يو ځانمرګى يرغلګر د کندز ښارته څېرمه ونيوه.
دکندز د امنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرور حسيني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ځانمرګى يرغلګر قاري شمس الله نوميږي او د کندز ښار ته څېرمه ونيول شو.
تراوسه پورې مشخصه نه ده چې دغه ځانمرګى يرغلګر چرته او په چا باندې بريد کاوه.
د کورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي هم ددغه ځانمرګي يرغلګر نيول کيدل تاييدکړل او په خپل ټويټر پاڼه کې ليکلي دي چې د کندز پوليسو نن غرمه يو ځانمرګى يرغلګر هدف ته له رسيدو مخکې ونيوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته