سیاست

دلوى څارنوالي خبرتيا

کابل باختردوږي دمياشتې ١٤ :
دلوى څارنوالي خبرتيا
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس د ٤٥ ګڼه فرمان دلومړي مادې په اوومه فقره کې داسې لارښوونه شوې ده .
لوړ رتبه دولتي مقامات له قانون څخه دسرغړونکو، مجرمينو ، مفسدينو اوګناه کارانوله ملاتړڅخه لاس واخلي دهيواد دعدلي اوقضايي ارګانونو ته لارښوونه کيږي چې ددغه شان  مواردو دکتنې په صورت کې  دسمت اوددولتي  پست له پام  کې نيولوپرته دمداخله کوونکواشخاصو په باب جدي قانوني اجراات وکړي .
ددولتي مرکزونو له ټولو کارکوونکو اودهيواد له پتمنو خلکو څخه په درنښت غوښتنه کيږي چې ددغه شان مواردو دکتنې په صورت کې له ٠٢٠٢٢٠٠٠١٢   او   ٠٢٠٢٢٠١٣٣٣  تيلفونونو سره اړيکه ونيسي او دافغانستان داسلامي جمهوريت دلوى څارنوالي ادارې ته خبرورکړي او همکاري وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته