لښکر ګاه باختر د غويي ٢٥ مــــــــه
دطالبانو دډلې يو قوماندان په هلمند ولايت کې په افغان او بهرنيو ځواکونوله بريد وروسته ووژل شو او دده تر امر لاندې درې تنه ونيول شول .
دهلمنددوالى ويندوى داود احمدي باختر اژانس ته وويل : دغه پيښه تيره شپه وشوه چې طالبانو د سنګين ولسوالۍ توغى سيمه کې دګزمې په ګډو پليو ځواکونو بريد وکړ چې د ګډوځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول اوددوى ترمنځ جګړه و نښته.
د احمدي دڅرګندونو له مخې، په دې نښته کې دقو ماندا ن زړ ګى د ترورستي شبکې يو غړى نظر محمد ووژل شو او دده تر امر لا ندې درې تنه افراد په د اسې حال کې چې ټپيان وو له وسلو سره يې ونيول شول .