سیاست

اجرائيه رئيس : په ١٣٩٦ کال کې دغزني بيارغاونې ته زياته پاملرنه کيږي

کابل  باختر د سلواغې د مياشتې ١١ :
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله دغزني ولايت ديوشمير مشرانو ، عالمانو او مخورو سره  وکتل.
داجرائيه رياست  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې دغزني ولايت مشرانو  دهېواد اجرائيه رئيس ته وويل ؛  دغزني ولايت خلک  چمتو دي  چې دملي  وحدت له  حکومت سره  دامنيت اوپرمختيا په برخو  کې همکاري وکړي خو ددغه کار لپاره دمرکزي حکومت مديريت  بشري منابع او همغږۍ ته اړتيا شته .
دغزني مشرانو څرګنده کړه چې دغزني خلک له مرکزي حکومت څخه هيله لري  چې  امنيتي حالت او دعامه خدمتونو دوړاندې کولو ښه والي ته زياته پاملرنه وکړي.
دهېواد اجرائيه رئيس دغزني ولايت دمشرانو دغوښتنو له اوريدو وروسته وويل  چې دملي وحدت حکومت دخلکو د ژوندانه دحالت دښه والي  د لږ پرمختللو  ولايتونو بيا رغاونې ، دتروريستانو دځپلو لپاره دامنيتي تدبيرونو او دخلکو  دامنيت دتامينولو لپاره هلې ځلې کوي او دغه کارونه يې  دخپلو سترو ملي پروګرامونو په لومړيتوب کې نيولي دي.
په پاى کې دهېواد اجرائيه رئيس دغزني ولايت له مشرانو سره ژمنه وکړه چې د
حکومت موجودو امکاناتو ته په پاملرنې سره په راتلوونکي کال کې ددغه ولايت  دخلکو دانديښنو دلرې  کولو ، بيارغاونې اوپراختيا  لپاره لازم اقدامات وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته