سیاست

په هرات کې د مارشال محمد قسيم فهيم د دريم تلين درناوى وشو

کابل باختر دکب نولسمه :
په هرات ښارکې نن د افغانستان د جمهوري رياست د پخواني لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د دريم تلين درناوى وشو .
  په دغو مراسموکې چې د غازي شاه امان الله خان په تالارکې د يوشمېر دولتي مقاماتو او مخورو په ګډون پرځاى شول؛  د هرات ولايت مستوفي او سرپرست  ميرويس حبيب زاده، د مارشال محمد قسيم فهيم د يادو او خاطرو د درناوى په ترڅ کې هغه يو ملي شخصيت وباله چې د دريوکلونو په تيريدو سره تر اوسه پورې د هغه ځاى چا نه دى ډک کړى .
د هرات ولايت سرپرست وويل: مارشال محمد قسيم فهيم ځواکمن قوماندان، نه ستړي کيدونکي مجاهد، پوه مشر او رښتيني مسلمان و چې له خپل دين، هېواد او خلکوسره يې زياته مينه درلوده .
ده زياته کړه: ارواښاد مارشال په دموکراتيکو ارزښتونو او د ولسواکۍ پربنسټ  د نوي نظام له بنسټ ايښودونکى څخه و.
مارشال په يوه وروستۍ لسيزه کې د ولسواکۍ او قانوني حکومت د جوړولو لپاره زياتې هلې ځلې وکړې او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د خپلو آرمانونو د تحقق په لاره کې چې د يو آزاد، خپلواک، سمسور او آباد افغانستان جوړول و، هلې ځلې وکړې .
  د حبيب زاده د څرګندونوله مخې: مارشال محمدقسيم فهيم د هېواد په څو لسيزو بدلونونوکې مهم او اغيزمن رول درلود او د هېواد په سياسي او ټولنيزو برخوکې يو پياوړى محور رامنځته کړ.
د هرات ولايت مستوقي زياته کړه: زما په باور مارشال محمد قسيم فهيم داسې شخصيت و چې د نظام  په مشروعيت يې ټينګار کاوه او د هېواد د پرمختګ او ترقۍ لپاره يې هلې ځلې کولې.
ده د خپل ژوند زياته برخه د هېواد د خپلواکۍ لپاره مبارزې ته وقف کړ .
په دغو مراسموکې يوشمېر نورو دولتي مقاماتو هم د سيمې او هېواد په بدلونونو د مارشال  فهيم د شخصيت د اغيزمنتوب په باب خبرې وکړې .
د يادونې وړ ده چې مارشال محمد قسيم فهيم له نن څخه درې کاله مخکې د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ په کابل کې په حق ورسيد .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته