کابل باختردلړم پنځلسمه :
دميندو او ماشومانو ترملاتړ لاندې سيمينار پرون دبغلان ولايت دعامې روغتيا په رياست کې ترسره شو .
دبغلان ولايت دعامې روغتيا رياست دولايتي تغذيي مسوول ډاکتر عبدالاول شريفي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه سيمينار ددوو ورځو لپاره دنړۍ دروغتيايي سازمان په همکارۍ دبغلان ولايت د بڼو ، ده صلاح ، مرکزي بغلان او دنهرين دولسواليو او دپلخمري ښار د ٢٥ تنو ډاکترانو او روغتياپالو ته ددوو ورځو لپاره جوړ شوى دى .
دسيمنيار برخه وال په سالمه توګه دماشومانو او ميندو د تغديې دلارو چارو په باب معلومات ترلاسه کوي .
ختم_ عطاالله _ اکرم