امنیت

څلورتنه وسله وال طالبان مخکې له دې چې په هلمندکې په ورانکارو فعاليتونو لاس پورې کړي؛ د کومانډو د افرادو له خوا ووژل شول

کابل باختر د وري درې ويشتمه :
څلورتنه وسله وال طالبان په هلمندکې دملي دفاع وزارت د خاصو قطعاتو د منسوبينو د امنيتي فعاليت په بهيرکې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى  مطبوعاتي دفتر دباخترآژانس خبريال ته خبرورکړ: څلورتنه وسله وال طالبان چې د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتوکې  يې د تروريستي او ورانکارو فعاليتونو نيت درلود او يوه اندازه وسله او مهمات يې د دغې ساحې د امنيت د ګډوډولو لپاره ليږدولي و، مخکې له دې چې په خوځښت لاس پورې کړي؛ د ملي اردو د کومانډو د ځواکونو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شول .
د يوبل خبر له مخې: د وسايطو ضدپنځلس ماينونه چې نوى د وسله والوطالبانو له خوا دهيواد په بېلابېلوسيموکې ځاى پرځاى کړى شوي و؛ د ملي اردو د ځواکونو د امنيتي دندو په بهيرکې کشف اوشنډکړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته