کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٠
په هرات کې د رمضان حذفي جام دفوټسال سياليو تير ماښام په دوو لوبو سره دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل:- په لومړۍ لوبۀ کې دباختر ټيم د دريو په وړاندې په څلورو سره دکوثر پرټيم بريالى شو.
دغه سيالۍ د ٦٤ ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي او په دوام يې نن ماښام دقايم ټيم له فانوس سره او دصرافانو ټيم له استقامت سره لوبه کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ