نړۍ

د بخښنې نړيوال سازمان په عربستان کې د اعدامونو بې سارى زياتوالى وغانده

رياض – رويترز – باختر د لړم دمياشتې ١٩
د بخښنې نړيوال سازمان په سعودي عربستان کې د اعدامونو د شمېر د زياتوالى په غندلو سره اعلام وکړ چې په دغه هيوادکې د اعدامونو شمېر له شلو کلونو راپه دې خوا په بې ساري ډول زياتوالى موندلى دى.
د بخښنې نړيوال سازمان پرون اعلام وکړ چې عربستان د روان کال له پيل څخه تر اوسه پورې څه ناڅه ١٥١ تنه اعدام کړي دي چې دغه شمېر له ١٩٩٥ ميلادي کال راپه دې خوا د اعدامونو ډير لوړ شمېر دى چې پخوا کله ناکله له نوي مواردو څخه زياتيده.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: تر دغې شيبې پورې د دغو اعدامونو د زياتوالى د علتونو په باره کې د نظر د څرګندولو لپاره د عربستان د عدليې وزارت په هيڅ يو مسوول د لاس بري امکان نه دى برابر کړى.
د بخښنې د نړيوال سازمان په وينا کې ويل شوي دي: هغه وروستى ځل چې عربستان يوازې په يو کال کې له ١٥٠ څخه زيات کسان اعدام کړل، ١٩٩٥ کال و چې ١٩٢ تنه پکې اعدام شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته