ټولنه

په هلمند کې ښځو ته د پیسو د سپما لپاره صندوقونه ورکړل شول

کابل/ د وږي ۳ مه/ باختر
هلمند کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام په چوکاټ کې پر ښځو د سپما صندوقونه ووېشل  شول.
دغه پروګرام د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست په چوکاټ کې د WEE-RDP ادارې په مرسته د لښکرګاه ښار په ګډون په ناوې ولسوالۍ کې هم پلې کېږي.
د دې پروګرام په مټ به د میرمنو په ۱۱۷۸ ګروپونو کې ۱۱۸۰۰ ښځې پیسې زېرمه کوي او د اړتیا پر مهال به يې د یوه منظم پلان پر اساس په مصرف رسوي.
د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان وايي چې د کلیوالي ښځو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره دغه ډول ملي پروګرامونو ته اړتیا ده چې هغوی د یوه منظم سیستم له لارې خپلې پیسې وسپموي او وروسته يې د خپلو کورنیو د اړتیا سربېره د ټولنې د خیر لپاره هم وکاروي.
یاسین خان زیاتوي چې د کلیوالي میرمنو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره باید روان پروګرام په اساسي ډول مخ ته لاړ شي چې په ترسره کېدو سره يې د ګڼ شمېر میرمنو اقتصادي حالت مثبت بدلون وکړي.
په همدې حال کې د هلمند د کلیو بیا رغوني او پراختیا رییس وايي چې د دې پروګرام چارې ۵۰٪ بشپړې شوې او د سپما د صندوقونو له وېش وروسته به يې پاتې چارې هم بشپړې شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته