امنیت

د ماين د چاودنې له امله درې تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان شول

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٠ :
په کونړ ولايت کې واټ کې د ښخ کړاى شوي ماين د چاودنې له امله درې تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان او د دوو سيمه ييزو پوليسانو په ګدون پنځه تنه نور ټپيان شول.
دکونړولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن له غرمې مخکې د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد په ساحه کې  هغه وخت رامنځته شوه چې د سيمه ييزو پوليسو يو رنجر موټر په ماين وخوت چې د چاودنې له امله يې درې تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان او د دووسيمه ييزو پوليسو په ګډون پنځه تنه نورټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: د پيښې ټپيان د اسعدآباد ملکي روغتون ته ليږدول شوي او د روغتون د مسوولينو دڅرګندونوله مخې: د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
خبرځاى زياته کړه: د پيښې ټپيان د ښوونځي زده کوونکي ووچې له ساحې څخه تيريدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته