کابل باختر د زمري څوارلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس پرون د بريتانيا د دفاع له وزير سره د جمهوري رياست د ارګ په کوتې باغچه ماڼۍ کې وکتل .
د افغانستان داسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او بريتانيا ترمنځ، دايمي همکاريو، له تروريزم سره د جدي او اغيزمنې مبارزې لپاره د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونوسره د ملاتړ او د افغانستان د ملي وحدت له حکومت او خلکو سره د نړيوالې ټولنې په تېره بيا دبريتانيا دملاتړ په باب خبرې وکړې .
دغه راز اجراييه رييس په دې کتنه کې د انتخاباتي اصلاحاتو د کميسيون دکار پيل د ملي وحدت د حکومت يوستر او ارزښتناک برياليتوب وباله او زياته يې کړه چې د دغه کميسيون د کار پيل د را روانو انتخاباتو دموکراتيکو، شفافو او سالمو بهيرونو د افغانستان د خلکو او د نړيوالې ټولنې د اعتماد د جلبولوپه لاره کې د عملي ګامونو د اخستلو په توګه دي .
دغه راز په دې کتنه کې د بريتانيا د دفاع وزير د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونوسره د خپل هيواد په غوڅ ملاتړ باندې ټينګار وکړ او د دواړو دوستو هيوادونو ترمنځ دايمي همکاري يې ګډه اړتيا وبلله .
د بريتانيا د دفاع وزير په دې کتنه کې د انتخاباتي اصلاحاتو دکميسيون دکار د پيل هرکلى وکړ او د افغانستان د را روانو انتخاباتو په بهيرونوکې د افغانستان د خلکو او د نړيوالې ټولنې د اعتماد د جلبولو لپاره دغه بهير مهم او اساسي وباله .
د بريتانيا د دفاع له وزير سره په دې کتنه کې په کابل کې د بريتانيا د سفير او د دغه هيواد د يوشمېر امنيتي مقاماتو له خوا ملګرتيا کيده او د هيواد له اجراييه رييس سره د ملي امنيت سلاکار، د کورنيو چارو وزير، د ملي دفاع وزارت سرپرست او د جمهوري رياست د دفتر رييس ملګرتياکوله .