نړۍ

دامريکا جمهور رييس په افغانستان کې دجګړې په باب خپله نوې پاليسې تاييد کړه .

واشنګټن – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٢
دامريکا جمهور رييس بارک اوباما دافغانستان دجګړې په باره کې په خپلې نوې پاليسي دتاييد مهر ولګاوه.
دغه پاليسي امريکايي ځواکونو ته واک ورکوي چې دهوايي بريدونو داجرا کولو په ګډون له طالبانو سره دجګړې په ډګر کې له افغان ځواکونو سره خپله همکاري زياته کړي.
داسوشيتدپرس او د رويترز دخبري آژانسونو دخبرله مخې: دنوې پاليسۍ له مخې په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نيکولسن تصميم نيسي چې د ده تر قوماندې لاندې ځواکونه څه وقت کولاى شي چې له افغان متعارفو ځواکونو سره په جګړه کې يوځاى شي.
مخکې له دې امريکايي ځواکونو واک درلود چې دغه همکاري يوازې له خاصو افغان ځواکونو سره ولري.
په افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته د زياتو صلاحيتونو دورکولو تاييد ديو شمير لويديځو رسنيو پاملرنه ځان ته جلب کړې ده .
دغه صلاحيتونه امريکايي ځواکونو ته د دې اجازه ورکوي چې دهوايي بريدونو دترسره کولو په ګډون له طالبانو سره دجګړې په ډګر کې له افغان ځواکونو سره خپله همکاري زياته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته