خبرونهنړۍ

د پوځ اقرار؛ اسرایل د غزې په روانه جګړه کې لوړ قیمت پرې کوي

نړۍ, د مرغومې ۱۷ مه , بهرنۍ رسنۍ
د اسرایلو د پوځ ویاند تازه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې غزه کې د روانې جګړې پر مهال یې د پوځ د مرګ ژوبلې کچه لوړه ده او دغه جګړه په لوړ قیمت سره پر مخ وړي.
د پوځ د ویاند د دغو څرګندونو سربېره وړمه ورځ یوې اسرایلۍ ورځپاڼې یدیعوت آحارانوت هم په روانې جګړه کې د اسرایلي پوځ د زیاتو تلفاتو له ورکړې خبر ورکړی وو.
دغې ورځپاڼې ویلي و، چې روانې جګړه کې یواځې ۱۲ زره ۵ سوه صهیونستي پوځيان معلول او په کور کېنول شوي دي.
که څه هم د اسرایلي پوځ ویاند د ټولو وژل شویو اسرایلي پوځیانو شمېر د ۵ سوو په شاوخوا کې ښيي، خو د راپورونو په حواله دغې جګړه کې زرګونه اسرایلي پوځیان وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته