امنیت

په فارياب کې دپنځو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر د  لړم ديرشمه :
پنځه تنه  وسله وال طالبان تيره شپه په فارياب ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
دفارياب دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس ته وويل چې جګړه هغه وخت ونښته چې طالبانو دفارياب دشيرين تګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې په امنيتي پوستې بريد وکړ چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .
ديوبل خبرله مخې، دوه تنه وسله وال طالبان دفارياب ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول
خبرځاى زياته کړه چې ددښمن دوه ميله وسله او دوه موټرسايکلونه هم دپوځيانو لاس  ته ورغلي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته