سیاست

دجمهوري رياست هئيت دغمشريکي په موخه هرات ته ورسيد .

کابل باختر  دزمري ١١:
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست هيئت  دتيرې شپې دتروريستي بريد له امله دشهيدانو له کورنيوسره  دغمشريکي په مقصد  تيره شپه  دهرات ولايت ته ورسيد .
  دباختراژانس دخبرله مخې ،  دغه هيئت چې  داعلي سرقوماندانۍ په چارو کې دملي امنيت دشورا  ددفتر  دمعاونيت دسرپلټونکي ، دکورنيو چارو وزارت  دستر امنيتي معين او  دملي دفاع وزارت ، دملي امنيت دلوى رياست  او داړوندو ادارو او دافغانستان دعالمانو اوروحانيونو دعالي شورا داستازو په ګډون  دبيلابيلو ادارو استازي پکې شامل دي  ، دشهيدانو له کورنيو سره وکتل  او د  جمهوري رياست دمقام  او دملي امنيت دشورا  دهمدردۍ  پيغامونه يې  دشهيدانو پاتې کسانو او دهرات خلکو ته ورسول .
  دهرات والي محمداصف رحيمي  له دغه هيئت سره  په کتنه کې وويل  دښمنانو ډير ستر ، دردونکي او زړه بوږ نوونکي جنايت ترسره کړ .
  د ډار اچوونکو د ډزو او ځانمرګي بريد له امله ددوو ماشومانو په ګډون نهه ويشت تنه شهيدان او څلور شپيته تنه نور ټپيان شول . چې ديوشمير ټپيانو روغتيايي حالت هم  خراب دى .
  داعلي سرقوماندانۍ په چارو کې دملي امنيت دشورا ددفتر  دمعاونيت سرپلټونکي  ډګر جنرال  خداداد هزاره  په دې غونډه کې  دجمهوري رياست دمقام  د ډاډګيرنې او همدردى مراتب اعلام کړ او ويې ويل  چې دغه هيئت  ددغه بريد  بيلابيل اړخونه څيړي .
  دکورنيو چارو وزارت  ستر امنيتي معين  جنرال مراد علي مراد هم  دغه بريد  وغانده .
دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا استازي ددغه شان تروريستي  پيښو دمخنيوي  يوازنۍ لاره  دخلکو همکاري وبلله . او دجمهور رييس دهمدردۍ او غمشريکۍ له امله يې  قدرداني وکړه
دغه هيئت  ددغې پيښې دشهيدانو د جنازو دوړلو په مراسمو کې  ګډون وکړ او په روغتون کي يې دپيښې دټپيانو داحوالو پوښتنه هم وکړه .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته