سیاست

ټاکنو ته د تیاریو په سر د بحث لپاره دویمه غونډه جوړه شوه

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٩
ټاکنو ته د تیاریو په سر د بحث په خاطر تير ماښام د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو، د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو او په افغانستان کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو سفیرانو په ګډون غونډه جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې  چې په ارګ کې جوړه شوه په جمهور رئیس سربېره د جمهوررئیس دویم مرستیال قانونپوه محمدسرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د کابینې یو شمېر وزیرانو هم شتون درلود. په پیل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس نجیب الله احمدزي او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رئیس عبدالعزیز اریایي د یادو ټاکنیزو کمېسیونونو د برنامو او شته ننګونو په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس زیاته کړه، درې کمېټې جوړې شوي دي چې په حقوقي، تخنیکي او مالي څانګو کې کار کوي او تخنیکي راپور به یې تر یوې اوونۍ پورې بشپړ شي. همدارنګه هغه څرګنده کړه چې د ټاکنو لپاره د بودجې ارزونه شوې ده او ژر به بشپړه شي.
نجیب الله احمدزي وویل، د تېرو ټاکنو لګښت زیات و، هڅه به وکړو چې د راتلونکو ټاکنو لګښت واقع بینانه تنظیم شي. همدارنګه په کاري پلانونو هم کار روان دی چې په دغه ډګر کې سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو سره بحثونه شوي دي.
هغه په ډاګه کړه چې د ټاکنو کمېسیون کې یو شمېر تش بستونه شته چې ګمارنې ورته روانې دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رئیس عبدالعزیز اریايي وویل، زموږ یوه برنامه دا ده چې د شکایتونو سیستم الکترونیکي کړو او همدارنګه پر حقوقي مسائلو، سیستم جوړونې او د ګمارنې په بهیر کار روان دی.
ورپسې په افغانستان کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو استوګن سفیرانو د کمېسیونونو په برنامو، لومړیتوبونو او اړتیاوو بحث وکړ.
د ملګرو ملتونوسازمان د سرمنشي ځانګړي استازي وویل: خوښ دی چې جمهوررئیس او د افغانستان حکومت د ټاکنو مسئله په جدي توګه تعقیبوي. هغه زیاته کړه، د رڼو ټاکنو د کېدو په خاطر د حکومت  اراده درک کولی شي.
تدامیچي یاماموتو څرګنده کړه، کوم پلانونه چې کمېسیون وړاندې کړي دي، اړتیاوې یې د درک وړ دي او په دې برخه کې به هراړخیز اقدامات وشي.
د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي وویل،  پلاوی له تخنیکي پلوه ارزونې کوي او د کمېسیونونو د اړتیا وړ مرستې په برخه کې به اقدام وشي.
د امریکا د سفیر مرستیال، د المان او اروپايي اتحادیې سفیرانو په دغه برخه کې خپل نظریات شریک کړل او د ټاکنو د مالي سرچینو د تامین په اړه یې وویل، په دې اړه جامع پلان ته اړتیا ده چې د ټاکنیزو کمېسیونونو رئیسانو سره یې په عناصرو خبرې کړي دي. هغوی څرګنده کړه، د پلانونو د اجرا لپاره دې عملي اقدامات په پام کې ونیول شي.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، مشخص مهال وېش دې جوړ شي، تر څو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هغه په اساس خپل پلانونه عملي کړي.
د جمهوررئیس دویم مرستیال قانونپوه محمدسرور دانش وویل، د ټاکنیزو حوزو طرحه دې کمېسیون وارزوي او په ټاکلي وخت کې دې بشپړه کړي. هغه زیاته کړه: د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا ریاست برخلیک دې معلوم شي او د روان کال تر پایه دې د ټاکنو تقویم هم مشخص شي.
همدارنګه د جمهوررئیس دویم مرستیال وویل، ټاکنیز کمېسیونونه دې د رای ورکولو کارت او د کاندیدانو د نوم لیکنې په اړه خپل پلانونونه مشخص کړي.
جمهوررئیس غني د ټاکنیزو کمېسیونونو د رئیسانو له معلوماتوڅخه مننه وکړه وې ویل: تاسې د قانون له مخې استقلالیت لرئ او اقدامات مو باید د اصولو او حاکمو قوانینو په اساس وي.
جمهوررئیس وویل، سره له دې چې ټاکنیز کمېسیونونه په کړنو او تصمیم نیونو کې خپلواک دي، خو په کومو برخو کې چې مرستې ته اړتیا وي دولت لازمې اسانتیاوې برابروي.
هغه زیاته کړه: د ټاکنو کمېسیون چې کوم درې کسان د دارالانشا ریاست ته معرفي کړي وو، په دې خاطر لاسلیک نشول چې څرګنده شي دا پرېکړه د رایو په اتفاق او د طرزالعمل او قوانینو په اساس شوې ده او کنه.
جمهوررئیس وویل، د ټاکنیزو کمېسیونونو بریالیتوب د دوی په وحدت نظر، شفافیت او استقلال کې نغښتی دی.
محمداشرف غني له نړيوالې ټولنې څخه هم مننه وکړه، وې ویل: د مالیې وزارت په همکارۍ دې منظم بودجوي او مالي پلان ترتیب او راتلونکې غونډې ته وړاندې شي.
جمهوررئیس د ډونرانو کاري کمېټې څخه وغوښتل تر څو د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره د ټاکنو د مالي سرچینو د تامین په سر وغږیږي او همدارنګه یې د ټاکنو کمېسیون څخه وغوښتل  تر څو خپل اقدامات چټک او د ګمارنې شفاف بهیر پیل کړي. همدارنګه هغه وویل، د باور فضا د رامنځته کولو په منظور دې نړيوال بنسټونه د ګمارنې بهیر وڅاري.
جمهوررئیس غني د تخنیکي همکاریو په خاطر له ملګرو ملتونو سازمان څخه مننه وکړه، ويې ویل: لکه څنګه چې زموږ کړنې شفافې او حساب ورکوونکي دي، ملګري ملتونه دې هم په شفافې او حساب ورکوونکې روحیې عمل وکړي.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه د پخوا برعکس باید پر ټاکنیزو بنسټونو پانګونه پایداره وي چې په راتلونکو دورو کې هم ورنه ګټه واخیستل شي.
د غونډې په پای کې، د ګډون کوونکو هېوادونو سفیرانو ټینګار وکړ چې په بحثونو کې به د جمهوررئیس غوښتنه په پام کې نیسي او په خپلو پلانونو کې به د پخوانیو تجربو نه استفاده وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته