امنیت

په نورستان ولايت کې د وسله والو طالبانو بريد

نورستان د وري د مياشتى ١١شتې ١١

وسله والو طالبانو په نورستان ولايت کې په ځينو دولتي تاسيسا تو اود  افغان امنيتي ځواکونو په پو ستو بريدو نه پيل کړي دي

درارسيدلو خبرونو له مخې : په سلګونو وسله والو طالبانو چې يو شمير پا کستانيان هم پکې شته ، نن سهار د نور ستان ولايت په دوو سيمو کامديش او دوآب ولسواليو کې د افغان ځواکو نو په پو ستو اود ولتي تاسيسا تو بريد کړي دي

د نورستان ولايت د پو ليسو يو تن مسول باختر ا ژانس ته وويل:

وسله والو طالبانو  د کامديش او دو آ ب ولسواليو په اتو کليو کې له خپلو پټنځايو نو څخه په ځينو امنيتي پوستو بريد کړي دي

ده زيا ته کړه : اوس په دغو دوو ولسواليو کې د افغا ن ځوا کو نو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه دوام لري

د نورستان د پو ليسو مسول وا يي : تر او سه پورې په دې جګړه کې ديو پو ليس په ګډون نهه وسله وال طالبان وژل شوي  اودوه تنه پو ليس ټپيان شوي دي

په دې حال کې د نورستان سيمه ييز مقا ما ت وا يي : د هغو استخبارا تي اطلاعا تو له مخې چې تر لاسه شوي دي چې څه نا څه درې سوه تنه پا کستا نى طالب دطالبانو مرستې ته دنورستان ولايت ته را غي دي او دهغوي د افرادو له ليکو سره يوځاى کيږي

دغو مقا ما تو له د ولت څخه وغو ښتل چې ډير ژر له وسله والو طالبانو سره دمقا بلې لپاره نورستان ولايت ته مرستندوى ځواک واستوى

له نورستان څخه وروستۍ خبرڅرګندوى چې په نورستان ولايت کې ځينې امنيتي ځوا کونه ددغه ولايت له څلورو خواو څخه له افغان سر تيرو سره د مرستې لپاره کامديش اودو آ ب ولسواليو ته د استولو په حال کې دي

 په مشر انو جرګه کې د نورستان د خلکو استا زى ډا کتر حضرت شاه  نورستا نى له باختر اژانس سره په اړيکه کې په دغه ولايت کې د اوسنى حالت له ا مله انديښنه څرګنده کړه

ده باختر ا ژانس ته وويل: په کلونو کلونو مو له امنيتي اودفا عى مقا ما تو څخه غوښتي دي چې د امنيت د تا مينولو او له وسله والو طالبانو سره د مبار زې لپاره نورستان ولايت ته زيات ځوا کو نه واستوى ، خو تر او سه پورې په دې اړوند هيڅ اقدام نه دى شوى

ده وويل: د نورستان په نارام ولايت کې امنيتي ځوا کو نه ډير کم دي او په هيڅ دليل له هغو وسله والو طالبانو سره د مقا بلې توان نه لري چې بهرني ملا تړ هم ور سره دي

د افغا نستان د کور نيو چارو وزارت ويندوى صديقى وا يي :ډير ژر  د وسله والو طالبانو له شتون څخه د نورستان دپا کولو لپاره عمليات پيليږي

ده زيا ته کړه : نورستان  نه دى هير شوي بلکې موږ له نورو افغان ځوا کو نو سره پرو ګرام لرو چې له بهر څخه دغه ولايت ته د وسله والو طالبانو د تګ را تګ لاره و تړو او بشپړ  امنيت پکې تا مين کړو .

 د کورنيو چارو و زارت ويندوى چې له باختر اژانس سره يې خبري کولى وويل: د نورستان لپاره د امنيتي پرو ګرام په چوکاټ کې په دغه ولايت کې د پو ليسو او ملى اردو ددوو واحدونو ځاى پرځاى کول هم شا مل دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته