(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

په پروان کې د څه باندې ٧ میلیونو افغانیو په لګښت د ٢٥ پراختيايي پروژو چارې پیل شوې

کابل، د کب ١٢مه، باختر
په پروان کې د افغانستان د ټولنیز او معیشت د ملاتړ پروګرام له لوري د ٢٥ پراخیتایي پروژو چارې د ٧.٢ ميليونو افغانيو په لګښت پیل شوې.
په دغه ولایت کې د افغانستان ټولنیز او معیشیت  پروګرام ولایتي مسوول انجنير عبدالعزيز جاويد باختر آژانس ته وویل، د په دغو پروژو کې د ژورو څاه ګانو کیندل او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي، چې ١٧ یې په جبل السراج او ٨ یې په سيدخېلو ولسوالیو کې جوړېږي.
جاويد زياته کړه، چې د افغانستان ټولنیز او معیشیت پروګرام پروژې د نړیوال بانک له خوا تمويل او د خلکو له خول انتخابېږي.
هغه وویل، چې د یادو پروژو ٨٠ سلنه بودجه خلکو ته د کار زمينه برابرولو په برخه کې په مصرف رسېږي او پاتې ٢٠ سلنه یې د پروژو د توکو لپاره لګول کېږي.
ورته مهال د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رئیس مولوي عبدالصمد صادق وویل، چې پخوا به د ډېرو پروژو بودجه بې ځایه لګول کېده.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د يادو پروژو لپاره به د کليو، بيارغونې او پراختيا وزارت منظوره شوې بودجه د يادو پروژو له طرحې سره سمه پلې شي.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا