نړۍ

بريتانياله ايران سره دنااستوګن شارژدافير دټاکنې په سر موافقې ته ورسيدل

لندن نړيوالي خبري منابع  باختر دتلې دمياشتې١٧
دبريتانيا دبهرنيو چارو وزير ويليم هيګ پرون  ددغه هيواد  په پارلمان کې اعلان وکړ  چې له ايران سره   دموافقې له مخې  ددواړو هيوادونو دسفارتونو دپرانستلو  بهير يې پيل کړى دى .
ويليم هيګ وويل ،  دايران دبهرنيو چارو له وزير  محمد جواد ظريف سره موافقه کړې ده    دخپلو سفارتونو دپرانستلو  په مقصد ددواړو هيوادونو دديپلوماتيکو اړيکو دبيارغاوني  په مقصد يې  نااستوګن شارژدافيران  وټاکي .
ويليم هيګ زياته کړه  له نړيوالې ټولنې سره دايران  داړيکو دښه والي لپاره مهمه ده   چې  خبرې دوام وکړي ،.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته