(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

په پروان کې د څه باندې ۲ میلیونو افغانیو په لګښت د یوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل، د کب ۸ مه، باختر

د چاریکارو ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د یاد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په ساحه کې د څه باندې ۲ میلیونو افغانیو په لګښت د ښاروالۍ لپاره د یوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د چاریکارو ښاروال سید ایمل نیکمل آغا باخترآژانس ته وویل، چې دغه ودانۍ په ۸۰۰ متره مربع ځمکه کې په اساسي توګه د ۲ میلیونو ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي.

د پروان د والي مرستیال مفتي محمد ادریس انوري د یادې ودانۍ جوړول د چارو د ښه تنظیم او د ښاروالۍ ریاست او د خلکو لپاره د خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم وباله او زیاته يې کړه، چې د یادې ودانۍ په جوړولو سره به یې د سیمې د خلکو ستونزې هوارې شي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا