(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

په پروان کې د کانونو د ساتنې کمېټه جوړه شوه

کابل، د زمري ۳۱ مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین په پروان کې د کانونو د ساتنې کمېټې د جوړېدو خبر ورکوي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د لارښونې له مخې، د والیانو ترسرپرستۍ لاندې په ټول هېواد کې د کانونو د ساتنې او څارنې په موخه د کانونو د ساتنې کمېټه د استخباراتو، امنیه قوماندانۍ، کرنې ، مستوفیت، چاپیریال ساتنې، د چاریکارو د سیندیزې فرعي حوزې، د صنعت او سوداګرۍ ادارو په غړیتوب سره جوړه شوې ده.

د پروان والي الحاج مولوي عبیدالله امین زاده افغانستان د طبیعي جغرافیايي جوړښت او د کانونو په برخه کې بډایه یاد، هغه د یادې کمېټې جوړېدل د اقتصادي ارزښتونو د ساتنې لپاره یو ښه ګام وباله.

د یاد ولايت د کانونو او پټروليم رييس مولوي عبدالقدوس نعماني وویل چې د یادې کمېټې نور غونډې به هم ډېر ژر ترسره شي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا