سیاست

د حامدکرزي په مشري دجهادي مشرانو مشورتي غونډې دسولې دبهير دپرمخ بيولو څرنګوالي وڅيړه.

کابل باختر د سلواغي څلورمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشري دهيواد له جهادي مشرانو او سياسي شخصيتونوسره مشورتي غونډې دسولې دبهير دپرمخ بيولو څرنګوالي  وڅيړه .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ ، په دې غونډه کې چې دهيواد له جهادي مشرانو او سياسي شخصيتونوسره دمشورتي غونډو په لړ کې نن له غرمې مخکې  په ارګ کې  جوړه شوه  لومړي  دهيواد جمهور رييس  دامريکا متحده ايالاتوته دخپلووروستي سفر او دامريکا له جمهور رييس او ددغه هيواد له نورو مقاماتوسره  دخپلو کتنو په اړوند معلومات ورکړل او دغه سفر يې بريالى وباله .
  وروسته  دقطر ددفتر په باب  چې ټاکل شوې ده له طالبانو سره دسولې دخبرو په مقصد  جوړ شي  خبرې وشوې .
  حامدکرزي وويل  هغه طالبان چې  دسولې دخبرو په لاره کې  په دې دفتر کې  ګډون کوي  بايد په رښتيني توګه  دطالبانو د تحريک  استازيتوب وکړي .
او ددغه تحريک درهبري دمرجع تصديق ولري .
په پاى کې  غونډې ټينګار وکړ هغه يوازنۍ  مرجع چې کولى شى دافغانستان له لورې  دسولې خبرې  پرمخ بوځي ، دسولې عالي شورا ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته