خبرونهټولنهښوونه او روزنه

په پروان کې سلګونه ښځې حرفوي زده کړې کوي

 کابل، د دزمري١٧ مه، باختر

په پروان کې د کف موسسې مسوولينو د پروان له والي سره په کتنه کې خپلې پروژې بيان او د خپلو ستونزو يادونه يې وکړه.

په دې کتنه کې  د دغې موسسې مسوولينو د حرفوي زده کړو په موخه د سلګونو ښځو د جذبولو خبر ورکړ.

په پروان کې د کف موسسې مسوولې قاري نظمي ايوبي باختر آژانس ته وويل، چې دغه موسسه د روغتيا، حرفې او د ښوونې او روزنې  په برخو کې ١٣٠٠ ښځې روزي.

مېرمن ايوبي وويل، چې په دې پروګرام کې بيوزلې او بې سرپرسته ښځې جذبيږي او هغوى ته د خياطۍ، ګلدوزۍ، د اچارو جوړولو او د مرخېړيو د کرکيلې په اړه زده کړه ورکول کېږي.

په دې کتنه کې معلوليت لرونکو کسانو ته د لاسرسي موسسې ساحوي مسوول شاهد  ځاځي وویل، چې دغه موسسه د دريو مياشتو لپاره د پروان د عامې روغتيا رياست د ١٢ امبولانسونو ټول لګښت ورکوي.

دغه راز د جک موسسې استازي د کارکوونکو د معاشونو او درملو د ورکولو په ګډون  په دغه ولايت کې د ٨٦ روغتيايي مرکزونو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د پروان والي مولوي عبيدالله امين زاده د پروژو تطبيقول  ګټور وبلل  او ويې ويل، هره غير دولتي موسسه او بنسټ مکلف دی چې د خپلو پروژو له تطبيقولو مخکې د ولايت له مشرتابه او  له اړوندو ادارو سره  سلا مشورې وکړي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا