امنیت

دنشه يي توکودوه تنه قاچاق وړونکي ونيول شول .

کابل باختر د کب اوولسمه :
دنشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي په بيلابيلو قضيو کې په بغلان ولايت کې دپوليسو له خوا ونيول شول .
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف  د مبارزې مدير سمونوال نظام الدين نظام دباختراژانس خبريال ته وويل په لومړى پيښه کې لس کيلوګرامه هيروئين چې په يوسراچه موټر کې ځاى پرځاى شوي و له بدخشان  څخه  کابل ته ليږدول کيده چې ددوشي ولسوالۍ  ددوشي پله په ساحه کې دپوليسو له خوا ونيول شو .
ده زياته کړه په دويمه پيښه کې څلور کيلوګرامه چرس دشمرق  په سيمه کې دشمرق دپوستې دموظفينو له خوا کشف شول چې څيړل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته