امنیت

په ننګرهارکې دوه داعشيان ووژل شول

کابل/باختر/ د وږي٢۳ مه
د داعش دوه غړي په ننګرهارکې په هوايي بريدکې ووژل شول.
پر دغو داعشيانو تېره شپه په خوږياڼيو ولسوالۍ کې بريد وشو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په بريدکې د داعش دوه غړي وژل شوي دي.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې د داعش يو غړى په ننګرهارکې نيول شوى دى.
دغه ډار اچوونکي نن سهار کله يې چې غوښتل پاکستان ته لاړ شي، ونيول شو.
نيول شوى ډار اچوونکى د امنيتي ځواکونو په لومړنيو تحقيقاتو کې ويلي دي چې د لارښوونې د ترلاسه کولو لپاره پاکستان ته روان و.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته