امنیت

دهرات ولايت خلک : دسلما بند دامنيت په تامينولو کې له امنيتي ځواکونوسره همکاري کوو .

کابل باختر دوږي لومړي :
دهرات ولايت دچشت شريف دولسوالۍ خلکو دسلما بند له اوبو څخه داستفادې دطرحې په هرکلى سره ددغې بنسټيزې  طرحې دساحې دامنيت په تامينولو کې دهمکارۍ ژمنه وکړه .
چشت شريف دولسوالۍ يوشمير  ديني علمانو او مخورو نن دهرات ولايت له امنيه قوماندان سره په کتنه کې څرګنده کړه چې په ټول توان سره به له امنيتي ځواکونوسره په همغږۍ کې ددغه بند په ساتنه کې هڅه او هاند وکړي .
دهرات ولايت امنيه قوماندان دسلما بند په هيواد کې ډيره مهمه بنسټيزه پروژه وبلله چې دهغه دکارپه پاى ته رسيدو سره به په هرات کې څرګند اقتصادي او ټولنيز بدلونونه رامنځته شي .
امنيه قوماندان وويل چې په چشت شريف ولسوالۍ کې ګډ امنيتي ځواکونه به دخلکو په همکارۍ هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې په دغه بند کې په ورانکارو فعاليتونولاس پورې کړي .
ده ددغې ساحې دامنيت په تامينولو کې دخلکو رول مهم وباله او دچشت شريف ولسوالۍ دمشرانو له خوا دطرحه شويو ستونزو دليکنې په ترڅ کې يې ددغو ستونزو په لرې کولو کې يې دهمکارۍ  ژمنه وکړه .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته