کابل باختر د ليندي لومړى :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست پوهاندمحمد رسول باوري په مشرۍ نن دماشوم دادبياتو دملي ټولنې دجوړولو دکميټې پنځمه غونډه جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې غونډه کې لومړى داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دتقنين او پاليسي دچارو سلاکار دلاور نذير زوى دماشوم د ادبياتو دملي ټولنې داساسنامې دمسودې د مادو په اړوند معلومات وړاندې کړل .
دغونډې په دوام په داسې حال کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکارانو ډاکتر طارق رشاد او ډاکتر خوشحال روهي هم برخه لرله دافغاسنتان دماشوم دادبياتو دملي ټولنې دتشکيل ، ددندو دلايحې ، تمويلوونکو سرچينو اونښان په باب خبرې وشوې او دټولنې دجوړولو کاري مهال ويش دتاييد وړ وګرځيد.
دغه راز برخه والو په دغو مواردو کې خپلې نظرېې او وړانديزونه طرحه کړل .
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ددې ترڅنګ چې دغونډې دبرخه والو دکړنو رپوټ واوريد دماشوم دادبياتو دانکشاف دمقررې داساسنامې دمسودې دکار دبهير په ګړندي کولو باندې ټينګار وکړ .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل