خبرونهفرهنګ

د لوګر په پنځو ګڼ  مېشتو سیمو کې  ګرځنده کوچني کتابتونونه جوړېږي

کابل، د زمري٣ مه، باختر

د خوست ولايت يو فعال ځوان نقيب الله ځلاند د لوګر مرکز د پل علم ښار په ګڼ مېشتو واټونو کې پنځه کوچني کتابتونونه جوړوي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس رفيع الله صميم د مطالعې فرهنګ د رواجولو او پراختيا په لاره کې د دغه ځوان د نوښت او ښوولو قدرداني وکړه او مطالعې ته د خلکو د علاقمندۍ په بنسټيز کولو کې د دغو کتابتونونو جوړول ارزښتناک وباله.

هغه له خلکو وغوښتل چې دغو ساحو ته په ورتګ سره  خپل وخت د کتاب په مطالعې سره تېر کړي.

د  لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ډاډ ورکړ چې له دغه شان کسانو سره چې د مطالعې فرهنګ، د اصيل اسلامي او افغاني فرهنګ او د علم او ادب د پياوړتيا په لاره کې هڅې کوي او هر اړخيزه همکاري کوي او له دوى سره به له هېڅ راز همکارۍ ه ډډه ونه کړي.

له بله پلوه نقيب الله ځلاند چې پخوا يي هم د خوست او پکتيا په ولايتونو کې دغه شان کتابتونونه جوړ کړي د خپل د دغه کار موخه مطالعې ته د خلکو هڅونه، د ذهنيت جوړول او د وخت ضايع کېدو مخنيوی وباله.

ځلاند زياته کړه چې په هر کتابتون کې به ٥٠ ټوکه ډول ډول کتابتونه شتون لري او خلک کولاى شي دغو ځايونو ته په ورتګ سره خپل وخت په مطالعې تېر کړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته