فرهنګ

له ازبکستان سره فرهنګي اړیکې پراختیا مومي

٤٩- کابل/ د لیندۍ ۲۶مه/ باختر
د افغانستان لپاره د ازبکستان د جمهوررییس د ځانګړي استازي په مشرۍ افغانستان ته د هغه هېواد یو لوړ پوړی پلاوی راغلی دی. دغه پلاوي پرون هرات ته سفر وکړ اوهلته یې د امیر علی شیرنوایي مقبره او بڼ وکوت او د هغه په ترمیم او سمسورولو کې یې د مرستې ژمنه وکړه. پلاوي نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست په ملتیا په کابل کې بابر بڼ وکوت او بیا یې په هغې مېلمستیا کې ګډون وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دوی په ویاړ د بابر بڼ په رستورانت کې جوړه کړې وه. داسې ښکاري چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ اړیکې په تېره بیا فرهنګي برخه کې وده او پراختیا مومي.
د باخترآژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
له ګاونډیو اود سیمې له نورو هېوادونو سره د اړیکو پراخول د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د کاري اجنډا پر سر کې ځای لري. جمهوررییس تل پرسیمه ییز اتصال ټینګار کړی دی او د افغانستان موقعیت یې د سیمه ییز اتصال لپاره یو ښه فرصت بللی دی. په سیمه ییز اتصال کې ازبکستان هم ځانګړی نقش لوبولی شي. ازبکستان د افغانستان یو شمالی ګاونډی دی او پر آموسیند جوړشوی پل دواړه هېوادونه یو له بل سره نښلوي. افغانستان او ازبکستان په اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي برخو کې د همکاریو د پراخولو لپاره ښه امکانات او ظرفیتونه لري. څه چې د دغو دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا لپاره ستر ارزښت لري، هغه د دواړو هېوادونو د حکومتونو او مشرانو پیاوړې سیاسي اراده ده. هم د افغانستان جمهوررییس او هم د ازبکستان جمهوررییس د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیتي او فرهنګي اړیکو د ودې او پراختیا کلک غوښتونکي دي. د دوی دا دریځ مرسته کوي چې دواړه لوري د همکاریو د پراختیا پر ستراتېژۍ کار وکړي.
په فرهنګي برخه کې هم دواړه هېوادونه ګڼ مشترکات لري او دا مشترکات د ښو همکاریو لپاره مناسب بستر برابروي. د امیر علی شیر نوایي د مقبرې او شاوخوا بڼ په بیارغاونه او جوړونه کې د ازبکستان همکاري او مرسته د فرهنګي اړیکو په وده کې یوه ښه پيلامه کېدای شي. همدارنګه دواړه هېوادونه کولای شی یو شمېر ګډې فرهنګي پروژې هم تر لاس لاندې ونیسي. لکه د کتابونو نندارتون، د لاسي صنایعو نندارتون، د ملي خوړو نندارتون، د موسیقۍ ګډ پروګرامونه، ګډ کنفرانسونه، ګډ جشنونه او نور. همدارنګه د عرفان او تصوف په برخه کې هم ګډ پروګرامونه تر لاس نیول کېدای شی. افغانستان د فلم صنعت په برخه کې او همدارنګه د تاریخي سندونو د ژغورلو او تاریخي آبدو په ژغورولو او ترمیمولو کې د ازبکستان همکاریو ته اړتیا لري. لکه پورته چې وویل شول غښتلې سیاسي اراده شتون لري او باید له اوسني فرصته د همکاریو د پراخولو لپاره هراړخیزه ګټه واخیستل شي. اوس یو تاریخي فرصت برابر شوی دی چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ اړیکې د نورو لپاره یوه ښه بېلګه شي.
پاى- ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته