کابل باختر دزمري نولسمه :
په بلخ ولايت کې اتلس ټنه تېر تاريخ او بې کيفته درمل پرون له منځه يوړل شول .
دبلخ ولايت د عامې روغتيا رييس ميرويس ربيع دباخترآژانس خبريال ته وويل: اتلس ټنه تېر تاريخ او بې کيفته درمل چې يوسلو اته شپيته قلمه و او ارزښت يې څه دپاسه پنځلسو زرو امريکايي ډالرو ته رسيږي او په تيرو څو مياشتو کې له درملتونونو څخه راټول کړى شوي و؛ پرون د موظف هيئت په وړاندې له منځه يوړل شول .
د ربيع دڅرګندونوله مخې: دا کار له يوې خوا د تېرتاريخ درملو راټولول دي او له بلې خوا هغوکسانو ته خبر دارى دى چې غواړي بې کيفته درمل وارد کړي .
د يادونې وړ ده چې دبلخ ولايت دعامې روغتيا رياست له خوا د تېرکال په بهير کې هم ٦٠ ټنه تېر تاريخ او بې کيفته درمل سوځول شوي و .
0 1 دقیقه لوستل