پل علم باختر دغويي دمياشتې ٢٥ :
څلور تنه وسله وال مخالفين د لوګر ولايت په محمدآغي ولسوالۍ کې د خپل ماين قرباني شول.
د لوګر ولايت د مقام وياند محمد سليم صالح د دغه خبر په تائيدولو سره د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والومخالفينو غوښتل په وينو او خاورو د ملکي وګړو او د امنيتي ځواکونو د لړلو او لت پت کولو په خاطر د لوګر ولايت د محمدآغي ولسوالۍ په ګلابو کلي کې ماين ښخ کړي چې ماين په دوى وچاوديد او له امله يې په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو مشهور سرګروپ قاري سميع الله له دريو تنو ملګرو سره يې ووژل شو.
ده زياته کړه چې په تيرو دوو اوونيوکې څه ناڅه ديرشو تنو وسله والو مخالفينو ته
د لوګر ولايت په مربوطاتوکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
0 1 دقیقه لوستل