خبرونهنړۍ

پوتین، کېم ته روسيه کې جوړ شوی موټر ډالۍ کړی

نړۍ، د کب لومړۍ نېټه، بهرنۍ رسنۍ

د کوریا دولتي خبري اژانس نن سه شنبې خبر ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون ته په روسیه کې جوړ شوی موټر ډالۍ کړی دی.

د موتر د برنډ او ماډل په اړه څه نه دي ویل شوي، خو کېم جونګ اون روسیې ته د خپل وروستي سفر پر مهال د اوروس په نوم روسي موټر ارزولی وه.

د دغه اژانس د معلوماتو له مخې دغه ډالۍ د شمالي کوريا د کارګر ګوند د لوړ رتبه چارواکو او د کيم جونګ اون د خور کيم يو جونګ او همدارنګه د کارګرانو د مرکزي کمېټې منشي پاک جونګ چون له خوا تر لاسه شوې او کېم جونګ اون ته به وسپارل شي.

د شمالي کوریا چارواکو کېم جونګ اون ته د روسیې د مشر ویلادیمیر پوتین له لوري دغه ډالۍ د دواړو هېوادونو او مشرانو د پخو اړیکو ښکارندویي کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته