امنیت

دوه څلويښت تنه وسله وال ياغيان ووژل شول سايت

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٨ :

 دهيواد په ځينو ولايتونوکې دامنيتي ځواکونو دعملياتو په بيهر کې  دوه څلويښت تنه ياغي طالبان ووژل شول يو ياغي  طالب ټپي او اووه ديرش تنه نور يې ونيول شول .

  دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ  په تيرو څلور ويشتو  کې دننګرهار ، لغمان ،  بلخ ، قندهار ،  هلمند ، خوست او دغزني دولايتونو په مربوطاتو کې دپوليسو دګډو   ځواکونو په يو لړ عملياتوکې دوه څلويښت  تنه ياغي طالبان ووژل شول يو طالب ټپي او اووه ديرش تنه نور طالبان ونيول شول .

 دغه راز  ددغو عملياتو په بيهر کې  ددښمن دوه ويشت کيلوګرامه  نشه يي توکي ، پنځلس ماينونه ، دوه لاسي بمونه ، پنځه  اويا  کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ، پوځي وسايل او نور تجهيزات او يوموټر هم ترلاسه شوى دى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته