
کابل، د چنګاښ ۸ مه، باختر
د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د یو شمېر خیریه موسسو په مالي ملاتړ پر نږدې ۴۵۰۰ کورنیو نغده مرسته وېشل شوې ده.
د پروان د کليو بيا رغونې او پراختيا رييس ملا عبدالصمد صادق د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د ويستا او د خوړو نړېوال سازمان په مالي ملاتړ په دغه ولایت کې پر ۴۴۸۵ اړمنو کورنیو نغدې پیسې ووېشل شوې. هغه پر اړمنو کورنیو د مرستو د شفاف وېش ډاډ هم ورکړ.
د ویستا ولایتي مشر محمد سفیر وویل، چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۳۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
هغه زياته کړه، چې دغه کورنۍ د پروان د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست په همکارۍ مخکې سروې شوې وې.
په ورته وخت کې مرسته شویو کورنیو د مرستو په ترلاسه کولو خوښي وښوده او د مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په پروان کې پر زرګونو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وېشل شوې وې.
س.صدیقي