امنیت

په غزني کې په يوې ځوانې نجلۍ ډله ييز تيرى.

 

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ١٥ :

په غزني ولايت کې  په يوې تنکي ځوانې نجلۍ  دناپيژندل شويو کسانو له خوا ډله ييز تيرى وشو.

دغه پيښه دچهارشنبې په شپه هغه وخت وشوه چې يوې ډلې ناپيژندل شويو کسانو دمقر ولسوالۍ  دلرم  په سيمه کې دځوانې منژې په  کور بريدوکړ.

ويل کيږي چې دغو کسانوددغې نجلۍ له وهلو ډبولو وروسته ورباندې تيرى وکړ.

دغزني دولايتي شورا غړى  حميدې ګلستاني  باختراژانس ته وويل چې دمقر ولسوالۍ  سيمه ييزو مقاماتو تراوسه پورې دغه تيرى پټ کړى و.

دميرمن ګلستاني دڅرگندونوله مخې، ناپيژندل شوي کسان چې څلور تنه وو په دغې  نجلۍ له تيرى وروسته تښتيدلي دي.

په همدې حال کې دغزني يوسيمه ييز مسوول وايي، له دې امله  چې  دمنيژې روغتيايي حالت خراب و ددرملنې لپاره کابل ته ليږدول  شوې ده.

په همدې حال کې دغزني دښځو دچارو رييسه شکريه ولي اوددغه ولايت امنيتي مقامات  په دغې نجلۍ دجنسي تيرى په باب بې خبري څرگندوي.

له بله پلوه په مقر ولسوالۍ کې  دغزني دپاڅون کوونکو يو قوماندان وايي چې په دغې نجلۍ يو تيرى کوونکي يې نيولى دي .دغه سړى جنت ګل نوميږي اودمقر اوسيدونکي دى .

دغزني دولايتي شورا غړې حميدې ګلستاني وايي  چې سيمه ييزو مقاماتو له پاڅون کوونکو څخه  ددغه تيرى کوونکي دسپارلو لپاره هلې ځلې پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته