کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه
دآشي هارادکاراټې انتخاباتي سيالۍ پرون دڅلور ديرشو ټيمونو ترمنځ په کابل ښار کې پيل شوې .
دالمپيک دملي کميټې د ويندوى مجيب الرحمن رحماني دمعلوماتو له مخې: دغه سيالۍ له مرکز څخه د اتلسو او دهيواد له ولايتونو څخه شپاړسو ټيمونو ترمنځ دلويانو ، ځوانانو او تنکيو ځوانانو په څانګو کې دالمپيک دملي کميټې په لوبغالې کې پيل شوي دي چې پر اتو وزنونو کې پنځه سوه تنه ورزشکاران د پنځو ورځو لپاره لوبې کوي چې له دې جملې څخه دوه ديرش تنه به يې دملي ټيم غړيتوب او دغه راز څلور شپيته تنه يې دځوانانو او تنکيو ځوانانو د ټيمونو غړيتوب ترلاسه کړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ