کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
درې تنه وسله وال طالبان تيره شپه په قندهار ولايت کې دپوځي عملياتو په بهير کې ووژل شول او درې تنه نور يې دملي اردو دځواکونو له خوا ونيول شول .
دغه عمليات دميوند ولسوالۍ بازار ته څيرمه دوسله والو طالبانو په پټنځاى ترسره شوي دي .
دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ يو امنيتي مسوول باختراژانس ته وويل په دې پيښه کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ونيول شول .
په دغو طالبانو تيک هغه وخت دملي اردو دځواکونو له خوا بريد وشو چې ديو لړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و .
ويل کيږي په دغو عملياتو کې سرتيرو اوملکي وګړو ته زيان نه دى رسيدلى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ