امنیت

څلور ويشت تنه تروريست طالبان په څو ولايتونوکې ووژل شول .

کابل باختر د کب پنځمه :
څلور ويشت تنه تروريست طالبان دهيواد  په څو ولايتونوکې دامنيتي ځواکونوپه جلاجلا  چاڼيز عملياتو کې وځپل شول .   دکورنيو چارو وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ .  دملي پوليسو  ځواکونو د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد  دننګرهار ، تخار ،کندز ،  بدخشان ، سرپل ، بلخ ، قندهار ، ارزګان ، ميدان وردګو ، پکتيا ، هرات ، فراه او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې  چاڼيز عمليات ترسره کړل  چې له امله يې  څلورويشت تنه تروريست  طالبان ووژل شول او څلويښت تنه نور يې ټپيان کړل او يوشمير نور دغه ځواکونه ونيول شول .
  په دغو عملياتو کې ددښمن يوه اندازه وسله ، ددرندو وسلو مهمات او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي او دوسايطو ضد شپاړلس ماينونه کشف او شنډ شوي دي .  دغه راز دملي اردو ځواکونو دهيواد په بيلابيلو سيموکې دخپلو امنيتي دندو په بهير کې دوسايطو ضد شپږ ويشت ماينونه کشف او شنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته