سیاست

جمهوررئیس غني: موږ باید ټولنیزه اجماع رامنځته کړو او د آزادۍ حدود وټاکو

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې٢٤ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تېر ماښام د کسبګرو د ملي اتحادیې له غړو او د کابل ښار له یو شمېر کسبګرو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د کابل والي او د کابل سرپرست ښاروال هم حضور درلود، لومړی د کسبګرو د ملي اتحادیې رئیس محمدحسن سپاهي خبرې وکړې او د کابل ښار د وروستۍ تروریستي پېښې او د هېواد د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه.
هغه وویل، دښمن د دغه تروریستي برید له لارې دوه موخې تعقیبولې، لومړی بي ثباتي او د وېرې او وحشت فضا رامنځته کول چې له امله یې زیات زیان زموږ سوداګرو او کسبګرو ته ورسېد، دویم د دولت او خلکو ترمنځ د واټن پیدا کول او د خلکو ترمنځ تفرقه اچول و.
سپاهي وویل، د کسبګرو ملي اتحاديه له حکومت سره ولاړه ده او له لاسته راوړنو یې ملاتړ کوي. هغه په وروستیو کلونوکې په بېلابېلو برخو کې د دولت اقدامات وستایل.
د کسبګرو ملي اتحادیې د خصوصي سکتور ودې ته د جمهوررئیس له پاملرنې مننه وکړه او د تحصن د خېمو په اړه یې وویل، مدني حرکتونه او غوښتنې د ټولو خلکو حق دی خو شرط یې دا دی چې د خلکو ارامتیا، کسب او کار ته زیان ونه رسوي.
هغه له دولت څخه وغوښتل چې د خلکو او معترضانو ستونزو ته رسیدګي وکړي او د معترضینو له خوا یې د ځینو خېمو د لرې کېدو قدرداني وکړه.
ښاغلي سپاهي همدارنګه شیرین اقا سخي او حاجي صدیق د کسبګرو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او پر عایداتو د مالیاتو په قانون، د اجارې او کرایې د قانون د نشتوالي له امله په کارونو کې بې ثباتي، ډالري کرایې، د متشبثینو لپاره د برېښنا لوړه بیه او د حرفوي تعلیماتو د مالیې ټکس په زیاتوالي، بیاکتنه وغوښته.
جمهوررئیس د کابل ښار د کسبګرو د خبرو له اورېدو وروسته د کابل په وروستیو تروریستي پېښو د خواشینۍ او همدردۍ د څرګندولو ترڅنګ وویل، اوس د همدردۍ، غمشریکۍ، اتحاد او اتفاق وخت دی.
هغه زیاته کړه: کابل باید د خپل راتلوونکي لوري د تثبیت او ژوند، ملي یووالي او اتفاق په خاطر خپل اراده څرګنده کړي.
جمهوررئیس وویل، زه د ټوپک او پیسو  په زور دلته نه یم راغلی، بلکې ستاسو د پاکو رایو په اساس راغلی یم او تاسو ته ځواب ویوونکی یم. دا د یووالي او اتفاق ځای دی، نه د تفرقې او نفاق.
محمداشرف غني وویل، په افغانستان کې باید څلوېښت کلن جنګ پای ته ورسېږي، ترڅو عادي ژوند چې د هر افغان حق دی، تامین شي.
جمهوررئیس په بریالیتوب سره د کابل پروسې کنفرانس ته په اشارې وویل، دغه ناسته کې زما د وینا سرچینه ستاسو زړونه وو او ستاسو استازیتوب یې کاوه او موږ وښوده چې په خورا سختو شرایطو کې لوی کارونه کولی شو.
هغه زیاته کړه، په دغه کنفرانس کې موږ خپله حقه وینا پر ګډونوالو ومنله او نن د ټولې دنیا همدردۍ له ځان سره لرو او له دې باید ګټه واخیستل شي، تر څو په هېواد کې جنګ او وینې تویول ختم شي.
جمهوررئیس غني وویل، د شانګهای کنفرانس په څنډه کې يې د چین له جمهوررئیس سره په کتنه کې د چین جمهوررئیس د لومړي ځل لپاره اعلام وکړ چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر به د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته رالېږي.
جمهوررئیس غني دې ته په اشارې چې افغانستان به له دې وروسته د توکو د لېږد رالېږد د ترانزیټ په برخه کې کومه ستونزه ونه لري، وویل: له دې وروسته به هیڅ ځواک ونشي کړای د یو مسیر په خاطر افغانستان تر فشار لاندې راولي.
جمهوررئیس څرګند کړه، ولسي اجماع دا ده چې د آزادۍ حدود وټاکل شي. هغه زیاته کړه، ټول خلک ماته لاسرسی لري، ځکه ارګ د ټول افغانستان دی او هر افغان حق لري چې دلته راشي.
محمداشرف غني وویل، موږ باید ټولنیزه اجماع رامنځته کړو او د آزادۍ حدود وټاکو. هغه له خلکو وغوښتل چې په دې برخه کې خپل غږ پورته کړي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، ما د دښمن پر وړاندې اقدام کې کوم ځنډ نه دی کړی او دښمن ته مې ورور نه دي ویلي. هغه ټینګار وکړ چې ملي او اسلامي ګټې زموږ حدود ټاکي.
جمهوررئیس غني وویل، له کوچني اختر وروسته به په یوه لویه غونډې کې د کابل د امنیت، ثبات او سوکالۍ پلان ستاسو خدمت ته وړاندې کړم.
جمهوررئیس زیاته کړه، اصلاحات باید د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره په تفاهم راڅرګند شي. هغه زیاته کړه، زما دنده د ټولنې د تعادل ساتل دي او باید د یو بل خبرې واورو او نتیجې ته ورسېږو.
محمداشرف غني د کسبګرو غوښتنو ته په اشارې وویل، هیڅوک حق نه لري په معاملاتو کې تاسې د ډالرو ورکولو ته مجبور کړي، ځکه اساسي قانون په دې برخه کې وضاحت لري او افغانۍ زموږ هویت دی. هغه زیاته کړه، مرکزي بانک مالیې وزارت ته لارښوونه کړې ده چې ټول معاملات دې په افغانیو ترسره شي.
جمهوررئیس غني د خبرو په پای کې وویل، د نورو غوښتنو له هغې جملې حرفوي تعلیماتو او د مالياتو د ستونزو په اړه به لازم اقدامات ترسره شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته