ټولنه

په جلال آباد ښار کې دګازو د ډبي په چاودنه کې دوه تنه ماشومان ووژل شول

کابل باختر دمرغومي دوه ويشتمه :
په جلال آباد ښار کې نن  دګازو ديوه  ډبي دچاودنې له امله دوه تنه ماشومان ووژل شول .
دغه پيښه دکمپونو په نامه سيمه کې رامنځته شوه او ددغو ماشومانو مور او پلار ټپيان شول .
چاودنه ټيک  هغه وخت وشوه چې دغه ميړه او ميرمن له خپلو بچيانو سره دګازو ډبي ته څيرمه  راټول  شوي وو .
  ويل کيږي چې دبي احتياطي  له امله لومړى  دګازو ډبي اورواخيست او وروسته وچاوديد .
دننګرهار دوالي ويندوى احمدضياعبدالرزي باختراژانس  ته وويل   :
په دې چاودنه کې دوه تنه  ماشومان ووژل شول او مور او پلار يې ټپيان شول .
په همدې  حال کې دجلال آباد ښار دمرکزي روغتون  ډاکترانو ددغې ميرمنې اوميړه روغتيايي حالت خراب وباله .
دبې کيفته ګازو واردولو او دنازکو اوبې کيفتو ډبيو توريد په هيواد کې ددغه شان  خونړيو پيښو اصلي انګيزې  بلل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته