ټولنه

اعلاميه

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٥
د حج او اوقافو وزارت اعلاميه
د حج او اوقافو وزارت د بغلان ولايت په يوه جومات کې وروستى تروريستي بريد د مسلمانانو له ديني ارزښتونو سره په ډاګه دښمني او مخالفت وباله.
د باختر آژانس د خبرله مخې :
د حج او اوقافو وزارت په هغې اعلاميه کې چې له همدې امله صادره شوې ده؛ ويل شوي دي: جوماتونه په اسلام او اسلامي ټولنوکې ځانګړى مقام او ارزښت لري. د عبادت د ترسره کولو، د فرايض او واجباتو د اداکولو او د لوړو اسلامي ادابو او د اخلاقو د زده کړې ځاى او مسلمانانو ته د امن او امان او روحيې ډاډځاى دى، له بده مرغه په دې وروستيو وختوکې د اسلام دښمنان په جوماتونو بريدونه کوي او د مرکزي بغلان په يوه جومات کې د چاوديدونکو توکو په ځاى پرځاى کولو سره چې د چاودنې له امله يې د ملا امام په ګډون درې تنه لمونځ کوونکي ټپيان شول، د اسلام له مقدس دين او زموږ له مسلمان ملت سره خپله په ډاګه مخالف وښوده. دغه کار د ټولو اسلامي او ديني ارزښتونو پرخلاف دى.
موږ د هېواد د جوماتونو او حسينيه و امامان او واعظان دغه شان شيطاني عملونه داسلام له مقدس دين او له خپلو ديندارو هېوادولو سره دښمني بولو او هغه غندو او له امنيتي ارګانونو څخه غواړو چې دغه جنايتکاران وپيژني او په سخته سزا يې محکوم کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته