کابل / د کب ۱۲ مه / باختر
د کابل ښاروالۍ وايي چې د دغه ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ساختماني سرغړونو د مخنیوي پروسې دوام لري.
د باخترآژانس د خبرله مخې، دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي چې د درېیمې ناحیې په مربوطاتو کې د کارتي مامورینو د لومړي سړک په ساحه کې د ساختماني سرغړونې د یوې پېښې مخه نیول شوې ده.
د کابل ښاروالۍ په دې ټینګار وکړ چې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د غیر معیاري او غیرقانوني ودانیو د ویجاړولو پروسې دوام لري.
دغې ادارې له خلکو غوښتي چې د ودانیو له جوړولو مخکې باید قانوني جواز ترلاسه کړي او همدارنګه د ودانیو جوړول باید د ښاروالۍ په نقشه او ډيزاین سمباله وي، غیر له هغې له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.
ع