فرهنګ

ډاکتر کمال سادات : په ستونزوبرياليتوب وخت غواړي .

کابل باختر د چنګاښ  دوه ويشتمه :
  دفرهنګ رياست کارکوونکو نن خپلې ستونزې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرست  سره طرحه کړې .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې: داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات ددغه وزارت دفرهنګ رياست وکوت چې ددغه  رياست دسرپرست سيد حاکم اريا له خوا ددغه رياست دستونزو اودکافي امکاناتو دنشتوالي په باره کې ده ته معلومات وړاندې شول
په دې کتنه کې ددغه بنسټ کارکوونکو ددندو دترسره کولو په  لاره کې دمناسبت ځاى  او دکافي امکاناتو دنشتوالي  له پلوه شکايت وکړ او طرحه يې کړه چې دفرهنګ  وده پالمرنې او دستونزو لرې کولو ته اړتيا لري  .
دفرهنګ رياست سرپرست سيد حاکم اريا وويل چې تراوسه پورې په دې باب په وار وار وړانديزونه شوي دي خو هيڅ راز پاملرنه نه ده شوې .
  په پاى کې داطلاعاتو اوفرهنګ سرپرست  وويل چې په ستونزو برياليتوب وخت غواړي او په يوه ورځ دټولو ستونزو او ناخوالو لرې کول ناشوني کار دى .
په همدې دليل دفرهنګ رياست ستونزې په يوجلا غونډه کې څيړو چې دهغو دلرې کولو لپاره  لاره پيداکړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته